اولگا چروکو: محدودیتونه د افغان ښځو لاسرسی حیاتي روغتیايي خدماتو ته ستونزمنوي

IMG 6337 1024x576

اولگا چروکو، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې یوه چارواکې، خبرداری ورکړی چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې تر ټولو لوړه ده او پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه د حیاتي خدماتو لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کوي.

دې د پنجشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې د هر سل زره زېږونونو په بدل کې شاوخوا ۶۰۰ میندې خپل ژوند له لاسه ورکوي؛ هغه شمېره چې افغانستان د امیندوارو ښځو لپاره د نړۍ له تر ټولو خطرناکو ځایونو څخه ګڼي.

چروکو د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه محدودیتونه نه یوازې د ښځو پر ورځني ژوند اغېز کوي، بلکې د روغتیا، زده‌کړو او کاري فرصتونو لاسرسی هم محدودوي.

نوموړې د افغانستان د روغتیايي سیستم په دوام کې د ښځینه کارکوونکو پر مهم رول هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې په ځانګړي ډول په لرې پرتو سیمو کې ګڼ شمېر حیاتي خدمات د ښځو له خوا وړاندې کېږي.

هغې د بامیان ولایت یوه روغتون ته اشاره وکړه چې په سیمه کې د نوې زېږېدلو ماشومانو لپاره یوازینۍ د ځانګړې پاملرنې څانګه لري. د هغې په وینا، د دغه روغتون کارکوونکي چې ډېری یې ښځې دي، د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره شپه او ورځ کار کوي.

چروکو ټینګار وکړ چې د روغتیايي مرکزونو دوامداره فعالیت او ملاتړ د میندو او ماشومانو د مړینې د زیاتېدو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، چې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق په همکارۍ چمتو شوي، په افغانستان کې د میندو د مړینې کچه د هر سل زره ژوندیو زېږونونو په بدل کې ۵۲۱ پېښې اټکل شوې ده.

دغه شمېرې ښيي چې امیندوارۍ او زېږون لا هم د زرګونو افغان ښځو لپاره له جدي خطرونو سره مل دي. کارپوهان دا ستونزه له بېوزلۍ، د روغتیايي امکاناتو کمښت، د خدماتو محدود لاسرسي او ټولنیزو محدودیتونو سره تړي.

د نیمروز له نظره، د میندو د مړینې لوړه کچه یوازې یوه روغتیايي مسئله نه ده، بلکې د افغانستان د بشري وضعیت او د ښځو د لاسرسي د حقونو له پراخ بحران سره هم تړاو لري. د روغتیايي خدماتو دوام او د ښځینه کارکوونکو ملاتړ کولای شي د زرګونو میندو او ماشومانو ژوند وژغوري.

Exit mobile version