د امر بالمعروف وزارت: د ۳۴ ولایتونو ۵۵۰ محتسبان په درې ورځني سیمینار کې ګډون کوي

IMG 6288

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت اعلان کړی چې د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه ۵۵۰ محتسبان د یوه درې ورځني روزنیز او اصلاحي سیمینار لپاره کابل ته وربلل شوي دي.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۷مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې پروګرام کې به د دعوت، ارشاد، تبلیغ او اصلاحي فعالیتونو اړوند موضوعات محتسبانو او مبلغانو ته تدریس شي.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، د مبلغانو نوی قانون چې په دې وروستیو کې د دې ډلې د مشر هبت‌الله اخندزاده له خوا توشیح شوی، هم به ګډونوالو ته تشریح شي.

دا سیمینار داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې په هرات کې د امر بالمعروف د مأمورانو کړنې له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

تېره اوونۍ د هرات د جبرئیل ښارګوټي په سیمه کې د ښځو پر وړاندې د دغې ادارې د مأمورانو چلند د خلکو اعتراضونه راوپارول. ځايي سرچینو او راپورونو ویلي وو چې طالبانو د معترضینو د تیت او پرک کولو لپاره زور کارولی او یو شمېر کسان یې نیولي دي.

له دغو پېښو وروسته د نړۍ په څه باندې ۱۵ ښارونو کې د ملاتړ او اعتراض غونډې هم ترسره شوې.

د طالبانو د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار ویلي چې د دوی له نظره د ټاکلي حجاب رعایت په وروستیو میاشتو کې کم شوی و او ترسره شوي اقدامات د طالبانو د حکومت د لارښوونو د عملي کولو لپاره شوي دي.

سره له دې چې د امر بالمعروف وزارت د حجاب له امله د ښځو د نیولو راپورونه ردوي، د طالبانو ځینو محلي چارواکو په هرات کې د هغو پروګرامونو ملاتړ کړی چې د دوی په وینا د «شرعي سرغړونو» د مخنیوي لپاره ترسره کېږي.

طالبانو په تېرو کلونو کې هم په کابل او یو شمېر نورو ښارونو کې ښځې د خپلې خوښې د پوښښ د نه رعایت په تور نیولې دي.

د نیمروز له نظره، کابل ته د سلګونو محتسبانو رابلل د طالبانو د ټولنیزو او مذهبي تګلارو د پیاوړتیا یوه مهمه هڅه بلل کېږي، خو دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې د بشري حقونو بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان د دغې ادارې پر فعالیتونو سختې نیوکې کوي.

Exit mobile version