ملالې یوسفزۍ بروکسل ته د طالبانو د پلاوي په بلنه نیوکه وکړه

IMG 6243 1024x576

ملالې یوسفزۍ، د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړو مشهوره فعاله، بروکسل ته د طالبانو د پلاوي د بلنې په اړه د اروپایي ټولنې پر پرېکړې نیوکه کړې ده.

هغې د دوشنبې په ورځ، د جوزا په ۲۵مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې لیکلي چې اروپایي ټولنه باید له داسې رژیم سره تعامل ونه کړي چې د هغې په وینا د نړۍ له تر ټولو جدي بشري حقونو بحرانونو څخه د یوه مسئول دی.

یوسفزۍ خبرداری ورکړی چې له طالبانو سره خبرې اترې د دې ډلې د ډیپلوماټیک منلو په توګه تعبیرېدای شي؛ هغه ډله چې د هغې په وینا په قصدي ډول یې د ښځو او نجونو حقونه محدود کړي دي.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ټینګار کړی چې طالبانو د ښځو او نجونو له زده‌کړو، کار او د تګ راتګ له ازادۍ د محرومولو له لارې په افغانستان کې د «جنسیتي اپارتاید» پر بنسټ یو نظام رامنځته کړی دی.

هغې زیاته کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو لپاره د طالبانو استازو ته بلنه ورکول نړیوالې ټولنې ته یو اندېښمنوونکی پیغام استوي.

د ملالې په وینا، دا ډول اقدام دا تصور رامنځته کوي چې یو حکومت کولی شي د ښځو او نجونو اساسي حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کړي او بیا هم د یو ډیپلوماټیک شریک په توګه ومنل شي.

یوسفزۍ په خپل پیغام کې د هرات د ښځو د نیولو او د معترضینو پر وړاندې د چلند یادونه هم کړې او دا پېښې یې په افغانستان کې د محدودیتونو او فشارونو د زیاتېدو نښې بللې دي.

بروکسل ته د طالبانو د پلاوي بلنه په وروستیو اوونیو کې د افغان ښځو، مدني فعالانو، بشري حقونو سازمانونو او یو شمېر اروپایي سیاستوالو له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

منتقدان باور لري چې د طالبانو کوربه‌توب به دې ډلې ته سیاسي مشروعیت ورکړي. خو اروپایي ټولنې تر اوسه د دې غونډې د ترسره کېدو په اړه په خپل دریځ کې بدلون نه دی اعلان کړی.

د نیمروز له نظره، دا بحث یوازې د ډیپلوماټیکو اړیکو موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو، د ښځو د ازادیو او د نړیوالې ټولنې د اصولي دریځونو له مهمو ازموینو څخه هم ګڼل کېږي.

Exit mobile version