حامد کرزي د ایران او امریکا د تفاهم‌لیک هرکلی وکړ

IMG 6236

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او د ایران اسلامي جمهوریت ترمنځ د تفاهم‌لیک له نهايي کېدو هرکلی کړی او دا یې د دواړو هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې په ګټه بللی دی.

ښاغلي کرزي په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپاره شوي پیغام کې د هغو هڅو ملاتړ کړی چې د تاوتریخوالي د کمېدو او د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو له لارې ترسره شوي دي.

هغه دغه توافق د سیمه‌ییز ثبات د پیاوړتیا او د سیاسي ستونزو د سوله‌ییز حل پر لور یو مثبت ګام بللی دی.

پخواني ولسمشر همدارنګه د پاکستان، قطر او نورو هغو هېوادونو او لورو له ډیپلوماټیکو هڅو مننه کړې چې د خبرو اترو په بهیر کې یې ونډه لرلې ده.

کرزي په خپل پیغام کې د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د دغو ارزښتونو ساتنه او پیاوړتیا د ټولو هېوادونو ګډ مسئولیت دی.

هغه د روانو ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خوشبیني څرګنده کړې او هیله یې ښوولې چې دغه بهیر به تر وروستۍ پایلې او د دوامدارې سولې او امنیت تر تأمین پورې دوام ومومي.

د کرزي څرګندونې وروسته له هغه مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د واشنګټن او تهران ترمنځ توافق نهايي شوی دی.

په ورته وخت کې ایراني چارواکو هم ویلي چې ټاکل شوې دغه توافق د جمعې په ورځ په رسمي توګه لاسلیک شي.

د ایران او امریکا احتمالي توافق په وروستیو ورځو کې پراخ سیمه‌ییز او نړیوال غبرګونونه راپارولي او ګڼ شمېر شنونکي یې د وروستیو کلونو له مهمو ډیپلوماټیکو پرمختګونو څخه ګڼي.

د دې موضوع اهمیت په دې کې دی چې هر ډول پرمختګ د ایران او امریکا په اړیکو کې کولی شي د سیمې پر امنیت، اقتصادي وضعیت او نړیوالو سیاسي معادلو مستقیم اغېز ولري.

Exit mobile version