د سمنګان ولایت د طالبانو د پولیسو ویاند حشمتالله رحماني ویلي چې لږ تر لږه درې کسان د دغه ولایت د خلم ولسوالۍ کې د فاضلاب څاه د پاکولو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا، دغه کسان د څاه د پاکولو پر مهال د زهري ګاز له امله بېهوښه شوي او وروسته تر روغتون ته د لېږدولو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه طالب چارواکي ویلي چې پېښه د جمعې په ماښام د ثور په ۱۸مه رامنځته شوې ده.
ځایي سرچینو هم ویلي چې دغه کسان د سیمې د خلکو په مرسته له څاه څخه راایستل شوي او روغتون ته لېږدول شوي وو، خو د شدیدې ګازنیونې او د کافي روغتیايي امکاناتو د نشتوالي له امله مړه شول.
د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ له دې پېښې وروسته له خلکو غوښتي چې د فاضلاب څاهګانو د پاکولو پر مهال دې د خوندیتوب اصول په جدي ډول مراعات کړي.
په افغانستان کې د فاضلاب څاهګانو او تړلو ځایونو دننه د زهري ګاز له امله پېښې وخت ناوخت قربانیان اخلي؛ هغه پېښې چې ډېری وخت د خوندیتوب د تجهیزاتو د نشتوالي، د ژغورنې د امکاناتو کمښت او د زهري ګازونو د خطر په اړه د عامه پوهاوي د کمزورۍ له امله رامنځته کېږي.
شنونکي وایي، په ډېرو سیمو کې خلک لا هم د ابتدایي وسایلو او بې له محافظتي تجهیزاتو د داسې خطرناکو کارونو ترسره کولو ته اړ دي؛ وضعیتی چې مرګونې پېښې زیاتوي.











