د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د دې هېواد د استخباراتو او ځانګړو عملیاتو ادارې (موساد) د پخواني مشر ډیویډ بارنیا د مخهښې مراسمو کې ویلي چې د ایران د حکومت بنسټونه درزمن شوي او اسلامي جمهوریت به په پای کې سقوط وکړي.
ډیویډ بارنیا چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د موساد مشري پر غاړه درلوده، د خپلې پنځه کلنې دندې تر پای ته رسېدو وروسته له خپلې دندې ګوښه شو. نتانیاهو تر دې وړاندې خپل پوځي سلاکار رومن ګافمن د موساد د نوي مشر په توګه ټاکلی و.
د جروزالم پوسټ د راپور له مخې، بارنیا د خپلې دندې د پای په مراسمو کې ویلي چې تل یې هڅه کړې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخه ونیسي او اوس چې اسلامي جمهوریت د خپل تاریخ له تر ټولو زیانمنو پړاوونو څخه په یوه کې ویني، د دې مأموریت د بشپړولو وخت رارسېدلی دی.
د موساد پخواني مشر ټینګار کړی چې لا هم باور لري په ایران کې د حکومت بدلون او د اوسني نظام نسکورېدل یو ممکن او د لاسرسي وړ هدف دی او د دې لپاره باید زغم، سړه سینه او ژمنتیا وساتل شي.
نتانیاهو هم په خپلو څرګندونو کې د موساد له رول څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې دغه اداره په وروستیو کلونو کې د اسرائیلو د دښمنانو پر ضد په ګڼو امنیتي او استخباراتي عملیاتو کې مهمه ونډه لرلې ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر خبرداری ورکړی چې د اسرائیلو د امنیت پر ضد هر اقدام به له سخت ځواب سره مخ شي او ادعا یې کړې چې ایران تر دې دمه درانه لګښتونه ورکړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ ترینګلتیا لا هم په لوړه کچه ده او دواړو لورو په وروستیو میاشتو کې یو بل د امنیتي، استخباراتي او پوځي اقداماتو په ترسره کولو تورن کړي دي.
شنونکي باور لري چې د نتانیاهو او د موساد د پخواني مشر له خوا په ایران کې د حکومت د بدلون په اړه هممهاله ټینګار د تهران پر وړاندې د تلابیب د فشار د تګلارې دوام او د ایران د سیمهییز نفوذ د کمزوري کولو هڅې څرګندوي.














