د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړیوالو مشرانو پر بېعملۍ نیوکه کړې او د هغو کسانو د حساب ورکولو غوښتنه یې کړې چې د افغان ښځو د حقونو په نقض کې ښکېل دي.
ملالې د بریتانیا له آبزرور ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د میلیونونو افغان ښځو او نجونو راتلونکی له پراخو محدودیتونو سره مخ شوی دی.
هغې د طالبانو د ښځو اړوند ځینو تګلارو او مقرراتو ته په اشارې سره ویلي چې ځینې نړیوال مشران دغه اقدامات د افغانستان کورنۍ یا کلتوري مسئله بولي، خو د هغې په وینا دا ډول لیدلوری «د منلو وړ نه دی».
ملالې ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې د ښځو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره کافي تضمینونه نشته او نړیواله ټولنه باید د سرغړونو د عاملانو د ځواب ویلو لپاره اغېزمن میکانیزمونه رامنځته کړي.
د نجونو د زده کړو دغې فعالې د افغان ښځو او نجونو مقاومت هم وستایه او ویې ویل چې هغوی د محدودیتونو او بندیزونو سربېره لا هم د زده کړو او خپل راتلونکي لپاره مبارزه کوي.
ملالې یوسفزۍ زیاته کړه چې کله طالبان بیا واک ته ورسېدل، هغې ته دا د باور وړ نه وه چې هغه ډله چې یو وخت یې پر هغې وسله پورته کړې وه، یو ځل بیا د افغانستان واک ترلاسه کړي او د ښځو او نجونو برخلیک تر اغېز لاندې راولي.
د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو، کار او ټولنیز حضور پراخ محدودیتونه لګېدلي دي؛ هغه موضوع چې د بشري حقونو سازمانونو او نړیوالو بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.
طالبانو بیا دا محدودیتونه د افغانستان کورنۍ مسئله بللې او تر اوسه یې په خپلو تګلارو کې د بدلون نښې نه دي ښودلې.














