راپورونه ښيي چې طالبانو په کابل پوهنتون کې د تعهدنامو په وېش سره له محصلینو غوښتي چې د دې ډلې ټاکل شوو اصولو ته ژمن پاتې شي.
د خپرو شوو اسنادو له مخې، محصلین باید ژمنه وکړي چې لمونځ به په جماعت ادا کوي، ږیره به پرېږدي، خولۍ به اغوندي او د طالبانو له قوانینو سره به سم عمل کوي.
په دې تعهدنامه کې دا هم راغلي چې محصلین باید له موسیقۍ اورېدو ډډه وکړي او ځانګړی لباس، لکه کميس او تنبان، مراعت کړي.
راپورونه ښيي چې دا لارښوونې یوازې تر کابل پوهنتونه محدودې نه دي او په ځینو خصوصي پوهنتونونو کې هم له محصلینو ورته غوښتنې شوې دي.
په دې سند کې د «اسلامي امارت» له نظام او د «اهل سنت او جماعت» له مذهب څخه د پیروۍ ټینګار هم شوی دی.
همدارنګه محصلین مکلف شوي چې له هر ډول سیاسي فعالیت او له سیاسي ډلو سره له اړیکو ځان وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو مخکې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیتونه منع اعلان کړي دي.

