د آلمان صدراعظم فریدریش مرتس له د سوریې د موقت ولسمشر احمد شرع سره په لیدنه کې د سوریایي کډوالو پر بېرته ستنېدو ټینګار کړی دی.
هغه په برلین کې په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي چې د بشار اسد له سقوط او د کورنۍ جګړې له پای وروسته، په سوریه کې وضعیت «په بنسټیز ډول ښه شوی» دی.
مرتس د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره مشخص شمېر نه دی یاد کړی، خو د احمد شرع څرګندونو ته یې اشاره کړې چې له مخې یې په درې کلنه موده کې شاوخوا ۸۰ سلنه په آلمان کې مېشت سوریان باید خپل هېواد ته ستانه شي.
د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې به هغه کسان بېرته واستول شي چې جرمونه یې کړي یا قانوني استوګنځای نه لري.
مرتس همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د یوې «ګډې کاري ډلې» د جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د آلمان یو پلاوی به ډېر ژر سوریې ته سفر وکړي.
د سوریې د کورنۍ جګړې پر مهال، نږدې یو میلیون سوریایي کډوال آلمان ته تللي وو.
سره له دې، د دوی د بېرته ستنېدو موضوع لا هم جنجالي ده او په سوریه کې د اقلیتونو د وضعیت په اړه اندېښنې شته.
احمد شرع هم د کډوالو د بېرته ستنېدو ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې جګړه پای ته رسېدلې، خو د هېواد د بیا رغونې بهیر پیل شوی دی.

