د روسیې دفاع وزارت اعلان کړی چې اوکرایني ځواکونو د «بریا ورځې» په مناسبت د اعلان شوي موقتي اوربند له پیل راهیسې زرګونه ځله دغه اوربند نقض کړی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه اوربند د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر د مې د اتمې نېټې د شپې له دولسو بجو پیل شوی و.
دغه اوربند د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د نازي جرمني پر وړاندې د پخواني شوروي اتحاد د بریا د کلیزې په مناسبت اعلان شوی و.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې روسي ځواکونه د اوربند پر مهال خپلو مورچلو کې پاتې شوي او د اوربند اصولو ته یې درناوی کړی دی.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې اوکرایني ځواکونو د بېپیلوټه الوتکو او توپچي سیستمونو په کارولو سره د روسي ځواکونو او ملکي هدفونو پر ضد بریدونه کړي دي.
د مسکو د ادعا له مخې، اوکراین په دې موده کې ۱۱۷۳ توپچي، راکټي، هاواني او ټانکي بریدونه ترسره کړي او ۷۱۵۱ نور بریدونه یې د ډرونونو په وسیله کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت د اوربند د نقض ټول شمېر ۸۹۷۰ موارد اعلان کړي دي.
اوکراین تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د روسیې او اوکراین جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې، څو ځله د موقتي اوربندونو او د دواړو خواوو د متقابلو تورونو شاهده پاتې شوې ده.
شنونکي وایي، د اوربندونو پر دوامداره نقض تورونه ښيي چې د جګړې د درولو او د یوه دوامدار سیاسي حل ته رسېدل لا هم له جدي خنډونو سره مخ دي.











