د بدخشان ولایت د طالبانو امنیه قوماندانۍ تایید کړې چې د ارګو ولسوالۍ د اوسېدونکو او طالبانو ترمنځ په نښته کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي.
طالبان وایي، دا نښته وروسته له هغې پیل شوه چې د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې قطعه د ارګو ولسوالۍ د آتنجلو کلي ته د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو لپاره واستول شوه.
د طالبانو د پولیسو ویاند د شنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځینو بزګرانو او د سیمې اوسېدونکو، د «قاچاقبرانو او قانون ماتوونکو کسانو» په هڅونه، هڅه وکړه د کوکنارو د کروندو د تخریب مخه ونیسي.
د هغه په وینا، د تاوتریخوالي په پایله کې یو ماشوم د جمعې په ورځ وژل شوی او یو بل کس هم د شنبې په ورځ د اعتراضونو او نښتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د طالبانو امنیه قوماندانۍ زیاته کړې چې وضعیت اوس د دوی تر کنټرول لاندې دی.
خو ځایي سرچینې وایي چې د ارګو ولسوالۍ د اوسېدونکو اعتراضونه او نښتې لا هم دوام لري.
د سیمې خلکو ویلي چې دغه دوه کسان د طالبانو د ځواکونو د ډزو له امله وژل شوي دي.
همداراز هغو ویډیوګانو چې تلویزیون نیمروز ته رسېدلي، ښودلې چې د سیمې خلک لا هم د طالبانو پر ضد اعتراضونه کوي.
بدخشان په وروستیو کلونو کې له هغو ولایتونو څخه دی چې د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو پر سر څو ځله د ځایي خلکو او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی پکې رامنځته شوی دی.
شنونکي وایي، په داسې سیمو کې چې د خلکو اقتصاد تر ډېره پر کوکنارو ولاړ وي، د بدیل معیشت له نشتوالي پرته د تخریب عملیات کولای شي د ولسي ناراضۍ او امنیتي ستونزو سبب شي.











