ریچارډ بینټ: د طالبانو اړوند د جنسي تاوتریخوالي تأیید شوې پېښې د ثبت شویو مواردو تر کچې ډېرې دي

IMG 5853 1024x683

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ ویلي چې د هغه دفتر د طالبانو اړوند د جنسي تاوتریخوالي یو شمېر پېښې تأیید کړې دي؛ هغه پېښې چې د نوموړي په وینا تر ډېره په توقیف ځایونو کې رامنځته شوې او قربانیان یې ښځې، نجونې، نارینه او هلکان دي.

بینټ د پنجشنبې په ورځ په یوې مرکې کې ویلي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي وروستی راپور یوازې د افغانستان د موجود وضعیت یوه کوچنۍ برخه منعکسوي او ښايي د جنسي تاوتریخوالي اصلي کچه تر ثبت شویو قضیو ډېره لوړه وي.

هغه ټینګار کړی چې ګڼ قربانیان هېڅکله د خپلو تجربو په اړه خبرې نه کوي، ځکه د ټولنیز بدنامۍ، امنیتي ګواښونو، غچ اخیستنې او نورو احتمالي پایلو وېره لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ویلي: «هغه څه چې په راپورونو کې ثبتېږي یوازې د حقیقت یوه برخه ده او د قربانیانو حقیقي شمېر ښايي تر موجودو ارقامو ډېر لوړ وي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي لږ تر لږه د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې مستندې کړې دي، چې پکې د ۱۵ ښځو او شپږو نجونو پر وړاندې د ډله‌ییز جنسي تېري موارد هم شامل وو.

په راپور کې راغلي چې یو شمېر ښځینه معترضې، چې د طالبانو له خوا نیول شوې وې، د توقیف پر مهال له شکنجې، ناوړه چلند او جنسي تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

ریچارډ بینټ زیاته کړې چې په ځینو مواردو کې د طالبانو چارواکو قربانیان د بشري حقونو له څېړونکو سره له خبرو او د زندانونو د وضعیت په اړه د معلوماتو له شریکولو منع کړي دي.

هغه د تحقیقاتو د محدودیتونو یادونه هم کړې او ویلي یې دي چې د مالي او بشري سرچینو کمښت د دې لامل شوی چې ټول احتمالي موارد و نه څېړل شي، خو د مستندسازۍ بهیر لا هم روان دی.

په مقابل کې طالبانو ټول دغه تورونه رد کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو چې د زندانیانو د شکنجې او ناوړه چلند اړوند راپورونه ناسم دي او د دوی د اصولو له مخې هر ډول ځورونه منع ده.

خو یو شمېر پخوانیو بندیانو او د ښځو د حقونو فعالانو بیا بل تصویر وړاندې کړی دی.

د ښځو د حقونو فعاله او پخوانۍ زنداني ظریفه یعقوبي ویلي چې هغې او د هغې ملګرو د طالبانو د استخباراتو په توقیف ځایونو کې له بېلابېلو ډولونو شکنجې او جبري اعتراف اخیستنې سره مخامخ شوي دي.

د نوموړې په وینا، د دغو تجربو رواني اغېزې لا هم ورسره پاتې دي.

د ریچارډ بینټ وروستۍ څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کېږي چې نړیوالو بشري بنسټونو او ملګرو ملتونو په وار وار د ښځو د حقونو، خپل‌سرو نیونو، مدني محدودیتونو او د زندانونو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

بینټ ټینګار کړی چې د جنسي تاوتریخوالي موضوع باید یوازې د ښځو او نجونو له زاویې ونه ارزول شي، ځکه نارینه او ماشومان هم قربانیان کېدای شي او د عدالت، ملاتړ او نړیوالې پاملرنې اړتیا لري.

شنونکي وایي که دا ادعاوې په بشپړه توګه وڅېړل شي، نو د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه به نړیوال بحثونه نور هم پراخ کړي او د نړیوالو بنسټونو فشار به زیات کړي.

Exit mobile version