
د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د خوست ولایت په څو ولسوالیو کې څلور روغتیايي مرکزونه جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
د راپور له مخې، دغه مرکزونه د ۲۷ میلیونه افغانیو په لګښت د مندوزي، تني، زازي میدان او صبري ولسوالیو کې جوړ شوي دي.
د طالبانو د عامې روغتیا رئیس په خوست کې اخترمحمد اکرم ویلي چې دا مرکزونه به د خلکو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولوبوي او معیاري خدمات به وړاندې کړي.
هغه زیاته کړې چې دغه مرکزونه په ځانګړي ډول د میندو او ماشومانو د پاملرنې لپاره جوړ شوي او هر یو به لږ تر لږه ۵۰۰ کورنیو ته خدمات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي وو چې په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله سلګونه روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.