زلنسکي: امریکا د سولې لپاره د دونباس پرېښودو غوښتنه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې امریکا له کی‌یف څخه غوښتي چې د امنیتي ضمانتونو او د سولې د تړون په بدل کې د دونباس سیمه روسیې ته وسپاري.

زلنسکي له رویترز سره په خبرو کې ویلي چې د واشنګټن تمرکز پر منځني ختیځ د اوکراین پر وړاندې فشار زیات کړی څو جګړه ژر پای ته ورسوي.

هغه ټینګار کړی چې هر ډول د سولې تړون باید له قوي امنیتي ضمانتونو سره مل وي او خبرداری یې ورکړی چې د دې سیمې پرېښودل به د اوکراین او اروپا امنیت له خطر سره مخ کړي.

د هغه په وینا، لا هم دوه مهم مسایل په دې برخه کې روښانه نه دي: د وسلو لګښتونو تمویل او دا چې که روسیه بیا برید وکړي، متحدان به څه ډول غبرګون وښيي.

په همدې حال کې، روسیې څو ځله ټینګار کړی چې د دونباس بشپړ کنټرول د دې هېواد د جګړې له اصلي هدفونو څخه دی.

زلنسکي همدارنګه د امریکا له دوامدارو پوځي مرستو، لکه د پاتریوت دفاعي سیستمونو، مننه کړې او ویلي یې دي چې اوکراین د خپل دفاعي او بریدیز ځواک په پیاوړتیا کې پرمختګ کړی دی.

Exit mobile version