په لندن کې د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه غونډه

په لندن کې د «د یووالي او باور پر لور» تر عنوان لاندې د غونډې په دویمه ورځ، د افغانستان د سیاسي ګوندونو استازو، خپلواکو څېرو او مدني فعالانو د بریتانیا د پارلمان له غړو سره لیدنې کړې دي.

د دې غونډې ګډونوالو د افغانستان د خلکو لپاره د نړیوال ملاتړ پر اړتیا او په هېواد کې د یو ټول‌شموله سیاسي بهیر د پیل پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د تنظیموونکو په وینا، په دغو لیدنو کې د افغان زده‌کوونکو د ویزو تمدید، د فقر او بشري بحران زیاتوالی او د یو مناسب سیاسي چاپېریال د رامنځته کولو اړتیا تر بحث لاندې نیول شوې ده.

بریتانیا له هغو هېوادونو څخه ده چې مخکې یې له طالبانو غوښتي وو څو یو ټول‌شموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه رعایت کړي.

په همدې حال کې، د غونډې ګډونوالو د افغانستان او نړۍ ترمنځ د رغنده تعامل، د ښځو د زده‌کړې د حق د تضمین او د خلکو د پراخ سیاسي ګډون پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.

دا دوه ورځنۍ غونډه د طالبانو د مخالفو جریانونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د بحران د حل لپاره د ګډ چوکاټ د جوړولو په هدف ترسره شوې ده.

Exit mobile version