پاکستان: په افغانستان کې به د وسلوالو پر ضد عملیات دوام ولري

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق دار ویلي چې دا هېواد به په افغانستان کې د وسلوالو ډلو پر ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.

هغه د «پاکستان ورځې» په مناسبت په پیغام کې ویلي چې دا اقدامات د سرحدونو پورې تړلو ګواښونو د مخنیوي او د پاکستان د امنیت د تأمین لپاره ترسره کېږي.

د دار په وینا، دا عملیات د پاکستان د پراخې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او ځواکونه به یې په دې لړ کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې لا هم کړکېچونه روان دي.

Exit mobile version