سرچینې: په بلخ کې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي

په بلخ ولایت کې ځايي سرچینې وایي چې د دوشنبې په ماښام د طالبانو یوې پوځي اډې ته نږدې د چاودنې او ډزو غږونه اورېدل شوي دي.

د دغو سرچینو په وینا، دا پېښه د دهدادي ولسوالۍ په شاوخوا او د ۲۰۹ شاهین قول اردو ته نږدې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وایي چې په سیمه کې د الوتکې غږ او یوه زوروره چاودنه هم اورېدلې ده.

تر اوسه طالبانو او د پاکستان چارواکو د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د دې پېښې نور جزییات لا هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

Exit mobile version