د ازادۍ جبهه: طالبان د ټي ټي پي غړي په عامه ځایونو کې ځای پر ځای کړي

د افغانستان د ازادۍ جبهې د کوچني اختر په مناسبت په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې طالبان د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) غړي په دولتي ودانیو او ګڼ مېشتو سیمو کې ځای پر ځای کړي دي.

دې جبهې د جمعې په ورځ د حوت په ۲۹مه په ټولنیزه شبکه اېکس کې لیکلي چې د عامه ځایونو او ملکي وګړو کارول د پناه‌ځای او انساني سپر په توګه د طالبانو له همېشنیو تګلارو څخه دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو مشر په داسې حال کې د «اوسپنیز امنیت» ادعا کوي چې افغانستان د پاکستان د هوايي او توپچي بریدونو تر ګواښ لاندې دی.

د ازادۍ جبهې همدارنګه طالبان د «پټ ساتلو او تبلیغاتي کمپاینونو» په چلولو تورن کړي او ویلي یې دي چې دوی د روښانتیا پر ځای د عامه افکارو د اړولو هڅه کوي.

دې جبهې د ملکي وګړو وژنه غندلې او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې دا پېښې په خپلواکه توګه وڅېړي.

په دې وروستیو کې پاکستان په کابل کې د معتادینو پر یو درملنیز مرکز برید کړی چې د راپورونو له مخې ګڼ کسان په کې وژل شوي او ټپیان دي.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

Exit mobile version