
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې که د قطر د مایع ګاز (LNG) پر تأسیساتو بیا برید وشي، واشنګټن به د ایران د پارس جنوبي ګازي میدان په نښه کړي.
ټرمپ په ټولنیزه شبکه «تروث سوشال» کې لیکلي چې اسرائیل دا میدان په نښه کړی و، خو یوازې یوه محدوده برخه یې زیانمنه شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې امریکا له دې برید څخه «هیڅ خبر نه درلود» او قطر هم په دې پېښه کې هېڅ ډول ښکېلتیا نه لرله.
د هغه په وینا، ایران د دې موضوع له ناسم درک وروسته د قطر د مایع ګاز ځینې تأسیسات په نښه کړي دي.
ټرمپ خبرداری ورکړی چې که پر قطر بیا برید وشي، امریکا به «له اسرائیل سره یا پرته له هغه» د پارس جنوبي ټول میدان په بېساري ځواک سره په نښه کړي.
هغه زیاته کړې چې دا ډول اقدام به د ایران لپاره اوږدمهاله پایلې ولري.