طالبان: پاکستان په سرحدي سیمو کې اوربند مات کړی

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د پاکستان پوځ په سرحدي سیمو کې موقتي اوربند نقض کړی او د دې بریدونو له امله یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي دي.

د طالبانو د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت ویلي چې دا اوربند د دوستو هېوادونو په منځګړیتوب د دواړو لورو ترمنځ اعلان شوی و او طالبان ورته ژمن پاتې دي.

د هغه په وینا، د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري د اوربند د ماتولو پېښې ثبت شوې دي.

فطرت زیاته کړې چې آن د کوچني اختر په لومړۍ ورځ هم یو شمېر ملکي وګړي وژل شوي، چې دا د پاکستان د پوځ «بې‌تعهدۍ او فریبکارۍ» ښکارندویي کوي.

هغه ټینګار کړی چې له دې ټولو سره سره، د طالبانو ځواکونه لا هم خپل تعهد ته ژمن دي او تر اوسه یې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی.

Exit mobile version