
طالبانو ویلي چې د دې ډلې مشر هبتالله اخندزاده د کوچني اختر د لمانځه لپاره د کندهار د عیدګاه جومات ته تللی او هلته یې وینا کړې ده.
د طالبانو له خوا خپره شوې غږیزه وینا ښيي چې اخندزاده پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي ویلي: «که څوک موږ بمباروي یا مو د توپونو هدف ګرځوي، خو تاسو په خپل ایمان او عقیده کې بدلون مه راوړئ.»
هغه په خپلو خبرو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستیو نښتو ته هېڅ اشاره ونه کړه.
د طالبانو مشر په پای کې ټینګار کړی چې «موږ په توپ او الوتکو له منځه نه شو وړل کېدای.»
نوموړي زیاته کړې: «که دا کار ممکن وای، امریکا او شوروي به موږ له منځه وړي وای.»