
نن چهارشنبه د حوت ۲۷مه په افغانستان کې د خبریال ملي ورځ نمانځل کېږي، خو دا ورځ د رسنیو پر وړاندې د زیاتېدونکو محدودیتونو او فشارونو تر سیوري لاندې راځي.
د رسنیو ملاتړي بنسټونه وایي چې په وروستیو کلونو کې د خبریالانو د حقونو نقض او پر رسنیو محدودیتونه په څرګند ډول زیات شوي دي.
سرچینې همدارنګه وایي چې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو وروسته طالبانو د وضعیت د کنټرول لپاره پر کورنیو رسنیو فشار او سانسور نور هم زیات کړی دی.
د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر رسنیو پراخ محدودیتونه لګول شوي او خبریالان له ګواښونو، سانسور او سختو شرایطو سره مخ دي.
د رسنیو فعالان خبرداری ورکوي چې د دې وضعیت دوام به د خلکو د ازادو او خپلواکو معلوماتو لاسرسی نور هم محدود کړي.