
پاکستان د دوشنبې په ماښام، وروسته له هغې چې د چین د منځګړیتوب وړاندیز یې د کړکېچ د کمولو لپاره رد کړ، د کابل ښار ځینې هدفونه په هوايي بریدونو وویشتل.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي دا بریدونه وغندل او ویې ویل چې د دې ډول اقداماتو دوام به پاکستان خپلو موخو ته ونه رسوي او برعکس به وضعیت د همدې هېواد لپاره نور هم پېچلی کړي.
کرزي ټینګار کړی چې د جګړو زیاتوالی کولای شي د سیمې ثبات له جدي ګواښ سره مخ کړي.
دا بریدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د دواړو هېوادونو د سرحدونو په اوږدو کې نښتې زیاتې شوې دي او دواړه لوري یو بل د بېلابېلو سیمو په نښه کولو تورنوي.