نیویارک ټایمز: بن سلمان له ټرمپ د ایران پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه کړې

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له ډونالد ټرمپ سره په منظم ډول تماس کې و او له هغه یې د ایران پر ضد د سختو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، د جګړې له پیل مخکې هم داسې معلومات خپاره شوي وو چې سعودي عربستان غوښتل امریکا پر ایران برید وکړي.

په همدې حال کې د سعودي دفاع وزارت اعلان کړی چې د دوشنبې تر سهاره پورې د دې هېواد هوايي دفاعي سیستمونو د هېواد په ختیځ کې ۶۱ بې‌پیلوټه الوتکې رهګیرې او نسکورې کړې دي.

د سعودي دولتي ټلوېزیون هم مخکې راپور ورکړی و چې د هوايي دفاع سیستمونو یوازې په یوه ساعت کې د هېواد په ختیځ کې ۳۴ بې‌پیلوټه الوتکې په نښه کړې دي.

تر اوسه د دغو بې‌پیلوټه الوتکو د سرچینې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.

Exit mobile version