
د طالبانو مشر هبتالله اخندزاده د اختر په خپل پیغام کې د پاکستان د هوايي بریدونو، د سرحدي نښتو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه هېڅ یادونه نه ده کړې.
دغه پیغام د دوشنبې په ورځ د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د کوچني اختر په مناسبت خپور کړ.
په پیغام کې اخندزاده اختر د افغانستان خلکو او د نړۍ مسلمانانو ته مبارکي ورکړې او د روژې میاشتې د عبادتونو، تقوا، صدقې، د طالبانو د نظام د ملاتړ او د خلکو ترمنځ د یووالي پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا د طالبانو د مشر لومړی پیغام دی چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له پیل وروسته خپرېږي، خو هغه یوازې د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او د جګړو یادونه یې نه ده کړې.
اخندزاده په خپل پیغام کې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران د بریدونو په اړه هم څه نه دي ویلي.
هغه ادعا کړې چې د «اسلامي امارت» تر واک لاندې په افغانستان کې امنیت ښه شوی او له خلکو یې غوښتي چې د طالبانو له چارواکو ملاتړ وکړي او له اختلافاتو ځان وساتي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې او هوايي بریدونه لا هم دوام لري او دواړه لوري یو بل د ملکي وګړو په نښه کولو تورنوي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د دغو نښتو له امله لسګونه ملکي وګړي وژل شوي او ټپیان شوي او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه هم څه نه دي ویل شوي، هغه موضوع چې په وروستیو کلونو کې د نړیوالې ټولنې د سختو نیوکو سبب شوې ده.