سعودي عربستان: شپږ توغندي او ۳۴ بې‌پیلوټه الوتکې مو شنډې کړې

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د یکشنبې په شپه او سهار شپږ توغندي او ۳۴ بې‌پیلوټه الوتکې چې د ایران له لوري توغول شوې وې، شنډې کړې دي.

د راپور له مخې، شپږ توغندي د الخرج په سیمه کې، چیرې چې د «شهزاده سلطان» هوايي اډه موقعیت لري، رهګیر شوي دي.

سعودي چارواکو ویلي چې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې هم د دې هېواد د ختیځو نفتې سیمو او د ریاض ښار شاوخوا په نښه شوې او نسکورې شوې دي.

تر اوسه د دې بریدونو له امله د احتمالي زیانونو یا مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

په همدې حال کې راپورونه وایي چې د بحرین د پلازمېنې منامه په اسمان کې هم د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي. د بحرین چارواکو ویلي چې په تېرو دوو اونیو کې یې ۱۲۳ توغندي او ۲۰۳ بې‌پیلوټه الوتکې چې د ایران له لوري توغول شوې وې، شنډې کړې دي.

د کویت د ملي ګارد ویاند هم ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پنځه ایراني بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې شوې دي.

په همدې حال کې امریکا د بغداد کې د خپل سفارت د هدف ګرځېدو وروسته له خپلو اتباعو غوښتي چې عراق پرېږدي.

Exit mobile version