هند د پاکستان د هوايي بریدونو پر ضد غبرګون وښود

د هند د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر ضد د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د وژل کېدو او د زیربناوو د ویجاړېدو سبب شوي دي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جیسوال په یوه اعلامیه کې ویلي چې نوی ډیلی د «خپلواک افغانستان» له مفکورې ملاتړ کوي او دا هېواد باید د بهرنیو لاسوهنو څخه خوندي پاتې شي.

هغه د پاکستان وروستي بریدونه د «تجاوز بله بېلګه» بللې او ټینګار یې کړی چې د افغانستان حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته باید درناوی وشي.

په وروستیو ورځو کې پاکستان څو ځله د افغانستان ځینې سیمې، د کابل، پکتیا او کندهار په ګډون، د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.

په مقابل کې طالبانو هم د سرحدي ډزو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونو له لارې په پاکستان کې ځینو هدفونو ته غبرګون ښودلی دی.

راپورونه همدارنګه وایي چې هند له طالبانو سره سیاسي ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې امریکا له پاکستان ملاتړ کوي او د چین ځانګړی استازی د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي.

Exit mobile version