سنتکام: په عراق کې د امریکا د سوخت‌رسونې پوځي الوتکه غورځېدلې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ اعلان کړی چې د KC-135 ډوله د سوخت‌رسونې یوه پوځي الوتکه د عراق په فضا کې غورځېدلې ده.

سنتکام ویلي چې دا پېښه د «حماسي قهر» په نوم د عملیاتو پر مهال رامنځته شوې او د ژغورنې او لټون عملیات لا هم روان دي.

د دې قوماندانۍ په وینا، الوتکه د دښمن د ډزو یا د خپلو ځواکونو د اور له امله نه ده غورځېدلې او د امریکا پوځي عملیات لا هم دوام لري.

چارواکو زیاته کړې چې په دې پېښه کې دوه الوتکې ښکېلې وې؛ یوه یې په خوندي ډول ښکته شوې او بله د عراق په لوېدیځ کې غورځېدلې ده.

امریکايي چارواکو د احتمالي تلفاتو په اړه جزییات نه دي خپاره کړي، خو راپورونه وایي لږ تر لږه پنځه کسان د دې الوتکې عمله وه.

په همدې حال کې د «اسلامي مقاومت په عراق کې» په نوم یوې ایران پلوې وسله‌والې ډلې ادعا کړې چې دغه الوتکه یې په نښه کړې ده.

Exit mobile version