د بریتانیا پر بانکنوټونو به د تاریخي څېرو پر ځای د ځنګلي ژوو انځورونه وکارول شي

د بریتانیا مرکزي بانک اعلان کړی چې د دې هېواد د بانکنوټونو په راتلونکې لړۍ کې به د تاریخي څېرو پر ځای د ځنګلي ژوو انځورونه وکارول شي.

د دې بانک په وینا، دا پرېکړه د یوې عامه نظرپوښتنې وروسته شوې چې پکې ډېرو وګړو د بانکنوټونو پر مخ د ځنګلي ژوو د انځورونو ملاتړ کړی دی.

د چاپېریال ساتنې ملاتړو له دې پرېکړې هرکلی کړی، خو ځینو سیاسي او رسنیزو کړیو پرې نیوکې کړې دي.

د «رفورم یوکې» ګوند مشر نایجل فراژ ویلي چې مرکزي بانک غواړي د وینسټن چرچیل انځور د بانکنوټونو له مخ څخه لېرې کړي او پر ځای یې د ځنګلي ژوو انځورونه وکاروي.

اوس مهال د بریتانیا پر بانکنوټونو د بېلابېلو مشهورو شخصیتونو انځورونه لیدل کېږي، لکه وینسټن چرچیل پر پنځه پونډي بانکنوټ، جېن آستن پر لس پونډي، ویلیام ټرنر پر شل پونډي او اېلن تورینګ پر پنځوس پونډي بانکنوټ.

Exit mobile version