هسپانیا په اسرائیل کې خپل سفیر له دندې لېرې کړ

د هسپانیا حکومت د منځني ختیځ د جګړې له امله د رامنځته شويو کړکېچونو په منځ کې په اسرائیل کې خپل سفیر له دندې لېرې کړی دی.

د راپورونو له مخې، د هسپانیا حکومت د وزیرانو د شورا په غونډه کې پرېکړه کړې چې د دې هېواد د سفیرې انا ماریا سالومون پرز ماموریت پای ته ورسوي.

د هسپانیا د حکومت په رسمي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پرېکړه د بهرنیو چارو وزارت په وړاندیز او د وزیرانو شورا تر ارزونې وروسته شوې ده.

یوې سرچینې ویلي چې له دې وروسته به په تل‌ابیب کې د هسپانیا سفارت د لنډ وخت لپاره د سرپرست ډیپلومات له خوا اداره شي.

دا اقدام په داسې حال کې شوی چې هسپانیا په وروستیو میاشتو کې د غزې جګړې او د ایران اړوند کړکېچونو په اړه د اسرائیل له سختو منتقدانو څخه ګڼل کېږي.

د هسپانیا صدراعظم پدرو سانچز مخکې ویلي وو چې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران برید «د توجیه وړ نه دی» او د مادرید دریځ «نه جګړې ته» دی.

Exit mobile version