
سوېډني رسنیو راپور ورکړی چې احمدخان اندر، چې د افغانستان د پخواني حکومت د دموکراتیک خلق ګوند د دورې افسر و، په سوېډن کې د طالبانو د ښکاره ملاتړ له امله تر څېړنې لاندې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې هغه د سوېډن د مالمو ښار په یوه دولتي ښوونځي کې د کډوالو ماشومانو لپاره د پښتو د مورني ژبې ښوونکی و.
د مالمو ښاروالۍ د هغه د څرګندونو او فعالیتونو په اړه څېړنې پیل کړې او تر هغو پورې یې هغه له دندې موقتي لرې کړی دی.
چارواکو ویلي چې که یو ښوونکی دا ډول سیاسي نظرونه ماشومانو ته انتقال کړي، دا کار د منلو وړ نه دی او د موضوع څېړنه روانه ده.