د امریکا د دفاع وزیر: په افغانستان کې د دموکراسۍ جوړول له پیل څخه ناکام وو

د امریکا د دفاع وزیر پیت هګست ویلي چې په افغانستان کې د دموکراسۍ د جوړولو هڅه له پیل څخه د ناکامۍ سره مخ وه.

هغه د «۶۰ دقیقې» پروګرام سره په مرکه کې وویل چې د امریکا په سیاست کې یو ډول غرور موجود و او داسې انګېرل کېده چې افغانستان به د لوېدیځ په سبک د پوځي ځواکونو او بنسټونو په جوړولو سره په دموکراتیک نظام بدل شي.

هګست زیاته کړه چې دا تصور موجود و چې امریکا کولای شي افغانستان د لوېدیځ په ډول یو دموکراتیک هېواد کړي.

د امریکا د دفاع وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د امریکا شل کلن پوځي حضور په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو د بیا واکمنېدو سره پای ته ورسېد.

Exit mobile version