
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو د تاریخي مبارزو او ونډې ستاینه کړې ده.
کرزي ویلي چې د افغانستان ښځو په بېلابېلو برخو کې د نارینه وو تر څنګ د هېواد د پرمختګ او ودې لپاره مهم رول لوبولی دی او د هېواد د راتلونکې په جوړولو کې یې ونډه حیاتي ارزښت لري.
نوموړي د ښځو د زدهکړو او ټولنیز ګډون پر اهمیت ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي او پوهنتونونه بېرته پرانیستل شي او ښځو ته دې د کار او ټولنیز فعالیت زمینه برابره شي.
کرزي زیاته کړې چې د ښځو ګډون په زدهکړه، اقتصاد او ټولنیز ژوند کې کولی شي د افغانستان د دوامدار پرمختګ او ثبات لپاره مهمه مرسته وکړي