د ښځو فعالان: نړۍ دې د افغانستان د ښځو وضعیت ته جدي پام وکړي

یو شمېر د ښځو د حقونو فعالان وایي چې د طالبان تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته باید نړیواله ټولنه جدي پاملرنه وکړي.

د دوی په وینا، په داسې حال کې چې نړۍ د مارچ په اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځي، د افغانستان ښځې لا هم له بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي او د هغوی حضور په ټولنه کې ورځ تر بلې محدودېږي.

د ښځو د حقونو فعاله ترنم سعیدي وایي چې د ښځو نړیواله ورځ د ښځو د مبارزې سمبول دی، خو د افغانستان ښځې لا هم د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

فعالان وایي نړیوالې ټولنې تر ډېره یوازې بیانیو او سمبولیکو غبرګونونو ته بسنه کړې او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان د ښځو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

Exit mobile version