افغانه ښځه د فرانکفورت ښار شورا ته وټاکل شوه

یوه افغانه ښځه چې «هوس اندر» نومېږي، د فرانکفورت د ښار شورا په ټاکنو کې د بریا په ترلاسه کولو سره د آلمان یوه مهم ښاري بنسټ ته لار موندلې ده.

دا بریا په اروپا کې د کډوالو د سیاسي او ټولنیز حضور د زیاتېدو یوه بېلګه بلل کېږي.

د هغې د فرانکفورت ښار شورا ته داخلېدل د کډوالو، په ځانګړي ډول د افغان ښځو، د سیاسي ګډون په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.

Exit mobile version