«آسیا پلاس» په تاجیکستان کې خپله فارسي برخه فعاله کړه

IMG 9651

د تاجیکستان «آسیا پلاس» رسنیزې ډلې د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۳۵مې کلیزې په درشل کې خپله فارسي برخه فعاله کړې ده.

دغه رسنۍ وايي، د فارسي برخې د جوړولو موخه دا ده چې فارسي‌ژبو کسانو ته د تاجیکستان، منځنۍ اسیا او نړۍ د مهمو پېښو په اړه د معلوماتو اسانه لاسرسی برابر کړي او د تاجیکستان او فارسي‌ژبې نړۍ ترمنځ فرهنګي او رسنیزې اړیکې پیاوړې کړي.

«آسیا پلاس» ویلي، د دې برخې پیل د تاجیکستان د حکومت له هغو تګلارو سره همغږی دی چې د فارسي لیکدود کارونې پراختیا او ګډ تاریخي او فرهنګي میراث ته د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کوي.

د نیمروز په ارزونه، د تاجیکستان د یوه مهم رسنیز بنسټ له خوا د فارسي ژبې ځانګړې برخې پیلول د دغه هېواد د ژبني او فرهنګي سیاستونو له پراخ بهیر سره تړاو لري. دا اقدام کولی شي تاجیکستان ته له فارسي‌ژبې ټولنې سره د رسنیزو او فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره نوی فرصت برابر کړي.

Exit mobile version