سرچینې: د طالبانو یو وزیر خپل لږ تر لږه ۱۸ خپلوان په دولتي ادارو کې ګمارلي

IMG 7481

باخبره سرچینې وایي، د طالبانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر عبداللطیف منصور خپل لږ تر لږه ۱۸ د کورنۍ غړي او نږدې خپلوان د طالبانو په بېلابېلو وزارتونو او دولتي ادارو کې پر دندو ګمارلي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، په دغو کسانو کې د هغه زوی، ورور، ورېرونه، زوم، د لور خسر او نور نږدې خپلوان شامل دي چې د ملي تدارکاتو اداره، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د طالبانو استخبارات، د دفاع وزارت، د کابل ښاري محکمه، د افغاني سرې میاشتې ټولنه او د کابل برېښنا شرکت په ګډون په بېلابېلو ادارو کې دندې ترسره کوي.

سرچینې زیاتوي چې د عبداللطیف منصور یو شمېر نور خپلوان هم د طالبانو په نورو ادارو کې دولتي بستونه لري.

دغه راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو د تعقیب او څار ادارې تر دې مخکې په رسمي ډول د کورنیو او دوستانه اړیکو پر بنسټ د ګمارنو مخنیوی اعلان کړی و.

خو باخبره سرچینې ادعا کوي چې ځینې طالب چارواکو د دغه فرمان د اغېز د کمولو لپاره خپل خپلوان له یوې ادارې بلې ته لېږدولي، څو هغوی په دولتي دندو کې پاتې شي.

طالبانو تر اوسه د دغو راپورونو او ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او تلویزیون نیمروز هم نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تائید کړي.

Exit mobile version