د تاجیکستان د پخواني والي د مېرمنې جسد په افغانستان کې وموندل شو

IMG 6768

د تاجیکستان د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي، د بدخشان د خودمختاره ولایت د پخواني والي علي‌شیر میرزانبات د مېرمنې، آمنه امان‌الله‌اوا، جسد له دوو اوونیو لټون وروسته د افغانستان په خاوره کې موندل شوی دی.

د دغې کمېټې د معلوماتو له مخې، د طالبانو سرحدي ځواکونو د جمعې په ورځ، د چنګاښ په ۱۲مه، د پنج سیند په اوبو کې د افغانستان په قلمرو کې د نوموړې جسد وموند. وروسته جسد د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته وسپارل شو او عدلي طب د هغې هویت تایید کړ.

د تاجیکستان چارواکي وایي، د علي‌شیر میرزانبات د دوه کلنې لور، عارفې، د موندلو لپاره د لټون عملیات لا هم دوام لري.

څه موده وړاندې علي‌شیر میرزانبات، د هغه مېرمن، دوه کلنه لور، موټرچلوونکی او مرستیال یې له دوشنبې څخه خاروغ ته د ستنېدو پر مهال د درواز په سیمه کې د موټر د پنج سیند ته د لوېدو له امله له پېښې سره مخ شول.

د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د پېښې لامل د موټر زیات سرعت او د موټرچلوونکي له‌خوا د کنټرول له لاسه ورکول وو. د راپورونو له مخې، موټر تر سرحدي تاسیساتو او اغزن سیم له ټکر وروسته سیند ته لوېدلی و.

د علي‌شیر میرزانبات جسد د چنګاښ په پنځمه، د پېښې له ځایه شاوخوا شل کیلومتره ښکته وموندل شو. د هغه د موټرچلوونکي او مرستیال جسدونه هم تر دې مخکې موندل شوي او خاورو ته سپارل شوي وو.

د تاجیکستان چارواکي وایي، د ژغورنې ډلې د دې کورنۍ د دوه کلنې لور د موندلو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي.

Exit mobile version