د «کابل جان» رستورانت مالک په کوټه کې د وسله‌والو په برید کې ووژل شو

Website 2 1024x576

محمدهاشم نورزی، د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار د «کابل جان» رستورانت افغان مالک، د ناپېژاندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

د پاکستان د پولیسو په وینا، نوموړی د شنبې په سهار، د چنګاښ په شپږمه، له خپل کور څخه ښار ته پر لاره و چې وسله‌والو پرې ډزې وکړې. بریدګر له برید وروسته وتښتېدل او امنیتي ځواکونو د هغوی د پېژندلو او نیولو لپاره پلټنې پیل کړې دي.

عیني شاهدانو ویلي، پولیس له ځنډ وروسته د پېښې ځای ته ورسېدل او د محمدهاشم نورزي جسد د هغه یوه ملګري روغتون ته ولېږداوه.

د کوټې د یوه روغتون ډاکټر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې لږ تر لږه درې مرمۍ د نورزي پر بدن لګېدلې وې؛ یوه مرمۍ یې پر سر او دوه نورې یې پر لاسونو لګېدلې وې. د ډاکټر په وینا، د سر مرمۍ د هغه د مړینې اصلي لامل و.

د نورزي کورنۍ وایي، هغه هېڅ شخصي دښمني نه لرله او تر دې وړاندې ورته هېڅ ډول ګواښ نه و شوی.

«کابل جان» رستورانت د کوټې ښار د افغانانو له مشهورو رستورانتونو څخه شمېرل کېږي او د کلونو راهیسې د افغان کډوالو او ځايي اوسېدونکو د تګ راتګ مهم ځای و.

د پاکستان پولیس وایي، د دې وژنې انګېزه لا هم نه ده روښانه شوې او ټول احتمالي اړخونه تر څېړنې لاندې دي.

له پېښې وروسته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دا وژنه جدي بللې او امنیتي ادارو ته یې امر کړی چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د قضیې بشپړ راپور وړاندې کړي.

د بلوچستان د کورنیو چارو مرستیال بابر یوسفزی هم ویلي چې اړوندو ځواکونو ته سپارښتنه شوې څو د برید عاملان ژر تر ژره وپېژني، ونیسي او عدلي ارګانونو ته یې وسپاري.

Exit mobile version