د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي راه فردا کولای شي خپل فعالیتونه د «اسلامي امارت د اصولو» له مخې بېرته پیل کړي.

IMG 6143

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه رسمي مکتوب کې اعلان کړی چې د راه فردا راډیو ـ ټلوېزیون لپاره نوی نشراتي جواز صادر شوی او دغه رسنۍ کولای شي خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، سلمان اخلاقي د دې رسنۍ د صاحب امتیاز او عبدالرحمان میرزاد د مسئول مدیر په توګه ټاکل شوي دي. همدارنګه د نشراتي جواز مالکیت د محمد محقق له نوم څخه دغو دوو کسانو ته انتقال شوی دی.

طالبانو ویلي چې راه فردا به خپلې خپرونې د «اسلامي امارت د اصولو» له مخې پر مخ وړي.

راه فردا ټلوېزیون د تېر کال د حوت په میاشت کې وروسته له هغه وتړل شو چې محمد محقق د پاکستان پر وړاندې د طالبانو پر سیاستونو او ځینو امنیتي موضوعاتو نیوکې کړې وې. طالبانو هغه مهال د دې رسنۍ فعالیت وځنډاوه او د محقق اړوند ځینې شتمنۍ یې هم ضبط کړې.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په هغه وخت کې ویلي وو چې د محقق څرګندونې د رسنۍ د بندېدو اصلي دلیل و.

تر دې وړاندې هم طالبانو د تېر کال د ثور په میاشت کې د راه فردا جواز لغوه کړی او فعالیتونه یې درولي وو. هغه مهال چارواکو د کارکوونکو د معاشونو اړوند شکایتونه د دې پرېکړې دلیل بللی و.

راه فردا ټلوېزیون نن په یوه خبرتیا کې ویلي چې په لومړي پړاو کې به یې تمرکز د محرم د مراسمو پر پوښښ وي او له دې مذهبي مناسبت وروسته به عادي خپرونې بېرته پیل شي.

د دغې رسنۍ بیا پرانیستل په داسې حال کې ترسره کېږي چې په افغانستان کې د رسنیو د ازادۍ وضعیت لا هم د کورنیو او نړیوالو بنسټونو د اندېښنې وړ موضوع بلل کېږي. د رسنیو د ملاتړ یو شمېر سازمانونه وایي چې خپلواکې رسنۍ لا هم له محدودیتونو او فشارونو سره مخ دي.

تلویزیون نیمروز نه شي کولای د یادو ادعاوو او ټولو جزئیاتو خپلواکه تایید وکړي.

Exit mobile version