افغان الاصله ډنمارکۍ سیاستواله سمیرا نوا د ډنمارک د نوي حکومت په جوړېدو سره د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو د وزیرې په توګه ټاکل شوې ده؛ هغه پرمختګ چې نوموړې یې د اروپا په سیاسي ډګر کې د افغان الاصله شخصیتونو له مخکښو څېرو څخه ګرځوي.
سمیرا نوا د ټولنیز لیبرال فکر لرونکي «رادیکال ونستره» ګوند غړې ده او د چهارشنبې له ورځې به د ډنمارک د اقلیم، انرژۍ او عامه خدمتونو وزارت مشري پر غاړه ولري.
د هغې ټاکنه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې مبارزه، د پاکې انرژۍ پراختیا او له فوسیلي سون توکو د انحصار کمول د ډنمارک د نوي حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
سمیرا نوا په ۱۹۸۸ کال کې د ډنمارک د آلبورګ په ښار کې زېږېدلې ده. د هغې مور او پلار په ۱۹۸۶ کال کې د افغانستان د جګړو او ناامنۍ له امله خپل هېواد پرېښود او ډنمارک ته کډوال شوي وو.
هغې د کوپنهاګن له پوهنتون څخه د اقتصاد په برخه کې زده کړې بشپړې کړې او سیاست ته له ننوتو مخکې یې په څېړنیزو بنسټونو او دولتي ادارو کې کار کړی دی.
سمیرا نوا په ۲۰۱۹ کال کې د رادیکال ونستره ګوند له لوري د ډنمارک پارلمان ته بریالۍ شوه او وروسته یې د اقتصاد، کارموندنې، د ښځو او نارینه وو د برابرۍ او اقلیمي سیاستونو په برخو کې د خپل ګوند مهمه استازولي وکړه.
هغې په وروستیو ټاکنو کې هم خپله پارلماني څوکۍ وساتله او په تدریجي ډول یې د ګوند په مشرتابه کې خپل ځای پیاوړی کړ؛ هغه بهیر چې اوس د وزیرې مقام ته د رسېدو سره نوي پړاو ته داخل شوی دی.
د سمیرا نوا ټاکنه یوازې د ډنمارک د کابینې یو اداري بدلون نه دی، بلکې په اروپا کې د افغان الاصله کډوالو د دویم نسل د بریا یوه مهمه بېلګه هم بلل کېږي.
هغې داسې مقام ته رسېدلې چې کورنۍ یې نږدې څلور لسیزې مخکې د کډوالۍ له لارې ډنمارک ته رسېدلې وه.
د سمیرا نوا بریا د هغو زرګونو افغان کډوالو او مهاجرو لپاره الهام بخښونکې ګڼل کېږي چې د کډوالۍ له ستونزو سره سره یې په علمي، اقتصادي او سیاسي ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.
د نوموړې ټاکنه ښيي چې افغان الاصله کډوال کولای شي د نړۍ په پرمختللو ټولنو کې د لوړو سیاسي او دولتي مقامونو تر کچې ورسېږي او د پرېکړو په مهمو مرکزونو کې ونډه واخلي.














