
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې د کروز سمندري توغندیو دوه اصلي تولیدي مرکزونه په نښه شوي دي.
د اسرائیل د پوځ ویاند آویخای ادرعي په اېکس کې ویلي چې دا تأسیسات د ایران د دفاع وزارت تر قوماندې لاندې فعالیت کوي او په وروستي برید کې هدف ګرځول شوي دي.
د هغه په وینا، دغه مرکزونه د اوږد واټن توغندیو د پراختیا او تولید لپاره کارېدل، چې کولای شي سمندري او ځمکنۍ موخې په چټک ډول په نښه کړي.
تر اوسه دا ادعا د خپلواکو سرچینو یا د ایران د چارواکو له خوا په رسمي ډول نه ده تایید شوې.
