د سمنګان ولایت په ایبک ښار کې یو ۳۵ کلن سړی د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند حشمتالله رحماني ویلي چې دا پېښه تېره شپه د ایبک ښار په «اکبرآباد» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، وژل شوی کس فتحالله نومېده او په خپل کور کې تر برید لاندې راغلی دی.
تر اوسه د دې پېښې اصلي لامل او د بریدګرو هویت نه دی څرګند شوی.
دا پېښه په داسې حال کې شوې چې په وروستیو ورځو کې ورته پېښې زیاتې شوې او خلک د ناامنۍ له زیاتېدو اندېښنه لري.










