امریکا یو افغان سوداګر د ایران د مایع ګازو د صادراتو په تړاو بندیز کړ

IMG 5902 1024x614

د امریکا د خزانې وزارت یو افغان سوداګر، څو شرکتونه او د ګازو لېږدونکې بېړۍ د ایران د مایع ګازو د صادراتو او د امریکايي بندیزونو د دور وهلو په تور د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي دي.

د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر ویلي چې «سرباز عبدلزاده» د افغانستان تبعه دی او له «محمد شکول مهندوست» نومي ترکي وګړي سره، چې د «حاجي شکور» په نوم هم پېژندل کېږي، په متحده عربي اماراتو کې د پوښښي شرکتونو یوه شبکه اداره کوله.

د امریکايي چارواکو د ادعا له مخې، دغې شبکې د ایران د میلیونونو بېرلو مایع ګازو په صادراتو کې برخه لرله او دغه صادرات یې د سویلي او ختیځې اسیا هېوادونو ته لېږدول. واشنګټن وایي د دغو معاملو ارزښت لسګونو میلیونو ډالرو ته رسېږي.

د امریکا خزانې وزارت ویلي چې یادې شبکې د بېلابېلو هېوادونو له لارې ثبت شوي شرکتونه کارولي او د ایران د مایع ګازو په لېږد او پلور کې یې مرسته کړې ده. د امریکا په وینا، دغو فعالیتونو د ایران د انرژۍ له صادراتو څخه د عوایدو په ترلاسه کولو کې رول درلود.

د بندیزونو په دې تازه لړۍ کې د سرباز عبدلزاده او محمد شکول مهندوست تر څنګ په متحده عربي اماراتو او چین کې یو شمېر شرکتونه، د سمندري لېږد رالېږد ادارې او د مایع ګازو څو ټانکرونه هم شامل شوي دي.

واشنګټن وایي دغه اشخاص او بنسټونه د ایران د نفتو او انرژۍ له سکتور سره د همکارۍ او د انرژۍ د صادراتو د اسانتیا برابرولو له امله د بندیزونو هدف ګرځېدلي دي.

دغه اقدام داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا په وروستیو کلونو کې پر ایران د اقتصادي فشارونو د زیاتولو لپاره د نفتو، ګازو او انرژۍ د نورو محصولاتو د صادراتو د محدودولو هڅې پراخې کړې دي.

امریکايي چارواکو تر دې وړاندې هم هغه سوداګریزې شبکې، ترانسپورتي شرکتونه او منځګړي په نښه کړي چې د واشنګټن په وینا یې د ایران له لوري د بندیزونو په دور وهلو کې مرسته کړې ده.

د امریکا د قوانینو له مخې، د بندیزونو په نوملړ کې د شامل شویو اشخاصو او شرکتونو شتمنۍ، که د امریکا تر قضایي واک لاندې وي، کنګل کېږي او امریکايي وګړي او شرکتونه له هغوی سره له هر ډول مالي او سوداګریزو اړیکو منع کېږي.

تر اوسه د بندیزونو په نوملړ کې د شامل شوي افغان سوداګر یا اړوندو شرکتونو له لوري د دغو ادعاوو په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی.

شنونکي وایي د امریکا وروستی اقدام ښيي چې واشنګټن لا هم د ایران د انرژۍ د صادراتو له نړیوالو شبکو سره د مبارزې او د بندیزونو د تطبیق پر پیاوړتیا تمرکز لري. د دوی په باور، دغه ډول بندیزونه نه یوازې اقتصادي اغېزې لري، بلکې د سیمې د انرژۍ او سوداګرۍ پر معادلو هم اغېز کولای شي.

Exit mobile version