د اماراتو په تاریخ کې لومړی ځل؛ دوه ښځې د بوینګ ۷۷۷ کپتانانې شوې

IMG 5442

امارات هوايي شرکت اعلان کړی چې دوه اماراتۍ ښځې د لومړي ځل لپاره د دې شرکت په تاریخ کې د بوینګ ۷۷۷ الوتکو د کپتانۍ مقام ته رسېدلې دي؛ هغه لاسته راوړنه چې د اماراتو د هوايي چلند په صنعت کې یو تاریخي ګام بلل کېږي.

حنان محمد جواد او بخیته المیري به له دې وروسته د بوینګ ۷۷۷ الوتکو د کپتانانو په توګه د اوږدو واټنونو نړیوالو الوتنو مشري کوي.

بوینګ ۷۷۷ د امارات هوايي شرکت د مهمو او پرمختللو الوتکو له ډلې ګڼل کېږي او د دې الوتکې د کپتانۍ مقام ته رسېدل کلونه روزنه، پراخه تجربه او زرګونه ساعته الوتنې ته اړتیا لري.

امارات هوايي شرکت ویلي چې د دغو دوو ښځینه پیلوټانو ارتقا د ښځو د ونډې د زیاتولو او د راتلونکي نسل لپاره د مسلکي فرصتونو د پراخولو د تګلارې برخه ده.

حنان محمد جواد په ۲۰۰۸ کال او بخیته المیري په ۲۰۱۱ کال کې له امارات هوايي شرکت سره یوځای شوې وې.

دواړې د اماراتو د ملي پیلوټۍ له روزنیز پروګرام څخه فارغې شوې او د مرستیالې پیلوټې او لومړۍ افسرې په توګه له کلونو تجربې وروسته د کپتانۍ مقام ته رسېدلې دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، حنان محمد جواد تر اوسه له نهو زرو څخه زیات د الوتنې ساعتونه ثبت کړي دي.

هغې ویلي چې د پیلوټۍ سره یې مینه هغه مهال پیل شوه چې په څوارلس کلنۍ کې یې په تلویزیون کې د اماراتو لومړنۍ ښځینه پیلوټه ولیده.

بخیته المیري هم ویلي چې د هغې بریا د اوږدې روزنې، عملي تجربې او د خپلو ښوونکو او کپتانانو د ملاتړ پایله ده.

دواړو پیلوټانو په ګډ پیغام کې ځوانو نجونو او ښځو ته ویلي چې د لوړو مسلکي هدفونو د ترلاسه کولو لپاره هېڅ خنډ نه شته او ښځې کولی شي د هوايي چلند په ګډون په هره برخه کې تر ټولو لوړو مقامونو ته ورسېږي.

د دغې بریا اهمیت یوازې د دوو پیلوټانو تر ارتقا پورې محدود نه دی، بلکې د ښځو د رول د پراخېدو یوه نښه هم ګڼل کېږي؛ په ځانګړي ډول په هغو مسلکونو کې چې پخوا تر ډېره د نارینه‌وو تر واک لاندې وو.

د نړۍ د هوايي چلند صنعت په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د ښځینه پیلوټانو، انجینرانو او لوړپوړو مدیرانو شمېر زیات کړي، خو لا هم ښځې د نړیوالو هوايي شرکتونو د پیلوټانو یوه کوچنۍ برخه جوړوي.

شنونکي وایي د حنان محمد جواد او بخیته المیري بریا نه یوازې په اماراتو، بلکې د منځني ختیځ په کچه هم الهام بښونکې ده او کولی شي ګڼې نجونې او ښځې لوړو مسلکي هدفونو ته وهڅوي.

امارات هوايي شرکت دغه لاسته راوړنه د ښځو د مسلکي پرمختګ او د مساوي فرصتونو د پراختیا یوه مهمه نښه بللې او ټینګار یې کړی چې په راتلونکو کلونو کې به هم د ښځو د ودې او پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکړي.

Exit mobile version