د افغان‌ایوک مشر د افغان کډوالو په اړه د ټرمپ پر مهاجرتي ت

43c95945 C880 4774 A5b3 486f46a227e5 1024x576

شان وان‌ډیور، چې په امریکا کې د افغان کډوالو د ملاتړ بنسټ «افغان‌ایوک» مشري کوي، د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر مهاجرتي پالیسیو سختې نیوکې کړې دي.

هغه په یوه تازه غونډه کې ویلي چې له هغو افغانانو سره چې د امریکا متحدین وو او یا یې په دغه هېواد کې د پناه غوښتنې دوسیې ثبت کړې دي، روان چلند «وحشتناک، له بد نیت څخه ډک او بې‌رحمانه» دی.

وان‌ډیور ټینګار کړی چې د افغان کډوالو او پخوانیو متحدانو پر وړاندې وروستي محدودیتونه تصادفي نه دي، بلکې د سپینې ماڼۍ د سیاسي پرېکړو مستقیمه پایله ده.

هغه د امریکا د ولسمشر د دفتر مرستیال او د کورني امنیت سلاکار سټیفن مېلر هم تورن کړی چې امریکا ته د افغانانو د کډوالۍ او انتقال د محدودولو په بهیر کې کلیدي رول لري.

د افغان‌ایوک د مشر په وینا، دغو تګلارو زرګونه افغانان چې په تېرو کلونو کې یې له امریکايي ځواکونو او ادارو سره همکاري کړې، له نامعلوم او ستونزمن وضعیت سره مخ کړي دي.

ډونالډ ټرمپ له سپینې ماڼۍ ته له بېرته ستنېدو وروسته د مهاجرت په برخه کې یو لړ اجرایي فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې د افغانستان په ګډون د ځینو هېوادونو د وګړو د منلو پروسه له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې ده.

افغانستان د هغو هېوادونو په لېست کې هم شامل شوی چې اتباع یې امریکا ته د ننوتلو لپاره له نویو محدودیتونو سره مخامخ دي.

د راپورونو له مخې، دغو محدودیتونو د ځانګړو مهاجرتي ویزو (SIV) پر پروګرام هم اغېز کړی؛ هغه پروګرام چې د امریکا له افغان همکارانو سره د مرستې لپاره رامنځته شوی و.

د دغو پالیسیو منتقدان خبرداری ورکوي چې د محدودیتونو دوام به زرګونه هغه افغانان له جدي امنیتي او بشري ستونزو سره مخ کړي چې د خپلو پخوانیو همکاریو له امله ځان په خطر کې بولي.

Exit mobile version