د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټروت سوشال کې خبرداری ورکړی چې که له ایران سره توافق ونه شي، واشنګټن به د دې هېواد حیاتي زیربناوې په نښه کړي.
هغه ویلي که د هرمز تنګی ژر د سوداګرۍ لپاره پرانېستل نه شي، امریکا به د ایران برېښنا فابریکې، د تېلو څاهګانې، د خارک ټاپو او حتی د اوبو د تصفیې تأسیسات «په بشپړه توګه له منځه یوسي.»
ټرمپ زیاته کړې چې دا اقدامات به د هغو څه په ځواب کې وي چې ده د تېرو لسیزو په اوږدو کې د امریکايي سرتېرو او نورو کسانو د «وژلو» په توګه یاد کړي دي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچونه د روانې جګړې په ترڅ کې په شدیده توګه زیات شوي دي.
