قالیباف: د ایران پر ټاپو د احتمالي برید خبرداری ورکړ

د ایران د پارلمان مشر محمدباقر قالیباف ویلي چې د موجودو معلوماتو له مخې «دښمنان» د یوه سیمه‌ییز هېواد په ملاتړ د ایران د یوې ټاپو د نیولو پلان لري.

هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، خبرداری ورکړی چې که هر ډول اقدام وشي، د یاد هېواد حیاتي بنسټونه به په نښه شي.

قالیباف په اېکس کې په خپل پیغام کې لیکلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه ټول تحرکات تر څار لاندې لري او هر ډول اقدام به له «بې‌امانه» غبرګون سره مخ شي.

Exit mobile version