زلنسکي: روسیه ایران ته معلومات ورکوي او جګړه اوږدوي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي ویلي چې روسیه لا هم ایران ته استخباراتي معلومات ورکوي، چې د هغه په وینا دا کار د منځني ختیځ جګړه اوږدوي.

د رویترز د راپور له مخې، زلنسکي د اوکراین د پوځي استخباراتو له مشر سره تر لیدنې وروسته په اېکس کې لیکلي چې مسکو د سیګنال استخباراتو او سیمه‌ییزو همکاریو له لارې ترلاسه شوي معلومات له ایران سره شریکوي.

هغه ټینګار کړی چې د دې همکاریو په اړه «نه رد کېدونکي» او «مخ پر زیاتېدو شواهد» شتون لري او باید ودرول شي.

زلنسکي خبرداری ورکړی چې دا بهیر کولای شي په سیمه او حتی له هغې هاخوا بې‌ثباتي زیاته کړي.

د هغه په وینا، د روسیې او ایران ترمنځ استخباراتي همکاري نه یوازې سیمه‌ییزې جګړې پېچلې کوي، بلکې د بحرانونو د مهار لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم کمزورې کوي.

Exit mobile version