
رضا پهلوی په یوه امریکایي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې د ایران د سیاسي بدلون لپاره ښايي له هغو کسانو سره تعامل وشي چې دا مهال د حکومت په جوړښت کې حضور لري.
هغه زیاته کړې چې د واک د انتقال بهیر کې د ځینو داخلي ځواکونو رول مهم کېدای شي.
پهلوی په عین حال کې ټینګار کړی چې مجتبی خامنهای او د هغه نږدې کسان د داسې بهیر لپاره «مناسب نه دي.»
هغه مجتبی خامنهای د سیاسي چلند له پلوه د علي خامنهای سره ورته بللی او ویلي یې دي چې د ایران خلک به «له بشپړ بدلون» پرته بل څه ونه مني.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا او د ایران د ځینو داخلي کسانو ترمنځ د احتمالي خبرو په اړه ګمانونه زیات شوي دي.